Saturday, 15 February 2020

Pashto Poetry


ــــــــــــــــــــــــ

پۀ ګټه تاوان نۀ وي قلندر وي عجيبه
د مينې د دنيا دا سکندر وي عجيبه
----
نفع نقصان سے بے نیاز قلندر بھی عجیب ہوتا ہے
محبت کی دنیا کا یہ سکندر بھی عجیب ہوتا ہے
----
د غم ګورې وريځې راخورې کړي پۀ زړګي
دې ځني تصويرونو کښې اثر وي عجيبه
----
جنہیں دیکھ کر دل پر اداسی کی گہری گھٹائیں چھا جاتی ہیں
بعض تصویروں کا اثر کتنا عجیب ہوتا ہے
----
کۀ مړې ئې شي لمبې خو سوزول نۀ بس کوي
د مينې پۀ ايرو کښې يو شرر وي عجيبه
----
اگر شعلے بجھ بھی جائیں لیکن جلن ختم نہیں ہوتی
محبت کی راکھ میں بھی عجیب سی تپش ہوتی ہے
----
منزل وي نا معلومه خو ودريږي نه کاروان
د مينې صحراګانو کښې سفر وي عجيبه
----
منزل کا کوئی اتہ پتہ نہیں لیکن کاروان چلتے رہتے ہیں
محبت کے صحراوں کا سفر بھی کتنا عجیب ہوتا ہے
----
څوک خاورې بادوي پۀ سر پۀ چا پيريان راځي
هر ورځې تماشې د يار پۀ در وي عجيبه
----
کوئی خاک اڑا رہا ہوتا ہے تو کسی کو دیوانگی کے دورے پڑ رہے ہوتے ہیں
روز یار کے در پر ہونے والے تماشے بھی کتنے عجیب ہوتے ہیں
----
يوه قطره ئې ځان کښې ډوبولې شي دنيا
د يار د دوؤ سترګو سمندر وي عجيبه
----
جس کا ایک قطرہ پوری دنیا کو ڈبونے کے لئے کافی ہوتا ہے
یار کی دو آنکھوں کا سمندر بھی کتنا عجیب ہوتا ہے
----
د هر څۀ نه لاس اووينځي بيا هم ګرځي خوشحال
د مينې ليونو سره هنر وي عجيبه
----
سب کچھ کھو کر بھی کتنے خوش باش پھر رہے ہیں
جانے محبت کے دیوانوں کے پاس کون سا عجیب ہنر ہوتا ہے
----
رنګونه کړي ګډا چې سړې کوم خوا کړي نظر
عارفه د وصال د شپې سحر وي عجيبه
----
جدھر نظر ڈالو ادھر رنگ ہی رنگ رقصاں ہیں
عارف شب وصال کی سحر بھی کتنی عجیب ہوتی ہے

عارف نسیم فیضی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

No comments:

Post a Comment