Sunday, 2 June 2019

Pashto Poetry


د وخت او فن ضياع کوې تۀ مصوره ولې
چرته جلوې د يار د مخ او چرته ستا رنګونه

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
جانانه مړاوې کړۀ روژې ستا د ښکلا رنګونه
ما ته پيکه پيکه نن ښکاري د دنيا رنګونه


میرے محبوب روزے کی وجہ سے تمھاری خوبصورتی کے رنگ مرجھا رہے ہیں اور مجھے ساری دنیا کے رنگ پھیکے لگ رہے ہیں
زړۀ د هغه په ښاريو په کلو چرته لګي
په چا چې يو ځلې هم اوسپړدل صحرا رنګونه


اس کا دل بستیوں اور شہروں میں کہاں لگتا ہے جس پر ایک دفعہ صحرا اپنے رنگ کھول دے
ګوته په خله په بام ولاړه وه سپوږمۍ ټوله شپه
وو ميلمانۀ زما جونګړه کښې بيګا رنګونه

  چاند ساری رات ہونٹوں میں انگلی دبائے بام پر کھڑا رہا ، کل رات میرے ہاں رنگ مہمان آئے ہوئے تھے

يار چې لاس ښکته کړه اوبو ته، زۀ دروغ نه وائم
په خپلو سترګو مې ليدل، وو په ګډا رنګونه


میں جھوٹ نہیں بول رہا جب میرے محبوب نے پانی میں ہاتھ ڈالے میں نے خود رنگوں کو لہروں پر ناچتے ہوئے دیکھا
د وخت او فن ضياع کوې تۀ مصوره ولې
چرته جلوې د يار د مخ او چرته ستا رنګونه


اے مصور کیوں اپنے وقت اور فن کو ضائع کرنے پر تلے ہوئے ہو، کہاں میرے محبوب کے چہرے کے جلوے اور کہاں تمھارے رنگ
زما ژوندون خو يوه پاڼه وه ساده بې رنګه
عارفه اوشيندل د مينې پکښې چا رنګونه


عارف میری زندگی تو ایک سادہ اور بے رنگ کاغذی طرح تھی، لیکن کسی نے آکر اس کو محبت کے رنگوں سے بھر دیا۔
~ محمد عارف نسیم فیضی ~

Pashto Poetry
Pashto Poetry 

No comments:

Post a Comment