دلته هلته
یہاں وہاں
پروفيسر ظاهر شاه ظاهر
ترجمہ: عارف نسیم فیضی
----
اے د احساس زندانه اے د تمنا مقتله
ستا نه ازاد شمه کۀ وير پۀ ارمانونو اوکړم
زما پۀ زړۀ کښې خو هر خوا ته د اميد څلي دي
نن مې لږ پريږده چې ژړا پۀ دې قبرونو اوکړم
----
اے احساس کے زنداں
اے تمناؤں کے مقتل
تجھ سے آزاد ہوجاؤں کہ اپنے ارمانوں پر ماتم کر سکوں
میرے دل میں ہر طرف امیدوں کی قبریں بنی ہوئی ہیں
آج مجھے چھوڑو کہ میں ان مقبروں پر فریاد کر سکوں
----
د مايوسۍ پۀ اخري منزل ولاړ زړګيه
قدم دې واړوه چې نن هډو قيصه ختمه شي
ژوند کۀ د مرګ قيصه ده پرېږده چې بې غمه شمه
پوره مې نۀ کړه چې نيمګړې تماشه ختمه شي
----
اے مایوسی کی اخری حد پر کھڑے ہوئے میرے دل
بس ایک قدم اٹھا لے کہ قصہ تمام ہوجائے
اگر زندگی کی کہانی کا انت موت ہے تو اس قصے کو ختم ہونے دے
میں اس تماشے کو مکمل تو کر نہیں پارہا سو مجھے اس کو ادھورا ہی چھوڑ کر جانے دے
----
هلته سکون کۀ نۀ وي نۀ دې وي پروا نشته دے
هلته کۀ وخت سزا سزا شي دا سزا به نۀ وي
چې د سړي نه پۀ ژوندوني هم څرمن اوباسي
د دې ظالمې دنياګۍ هغه هوا به نۀ شي
----
اگر وہاں سکون نہیں تو نہ سہی کسے پروا ہے
وہاں اگر ایک ایک لمحہ سزا بن کر گزرے لیکن ایسا ظلم نہیں ہوگا
جو جیتے جاگتے انسان کا چمڑا اتار کر دکھ دے
اس ظالم دنیا کی ایسی ہوا وہاں تو نہیں ہوگی
----
هلته کښې دا ښائست به نۀ وي چې سړے ژړوي
هلته کښې دا ښکلا به نۀ وي چې فرېب يادېږي
هلته رنګونه رڼاګاني پۀ زړۀ لوبۀ نۀ کړي
نۀ مئينتيا د ليونو مئينو عېب يادېږي
----
وہاں یہ حسن نہیں ہوگا جو انسان کو رلاتا ہے
وہاں یہ خوب صورتی نہیں ہوگی جس کا دوسرا نام فریب ہے
وہاں رنگ اور نور دلوں سے نہیں کھیلا کریں گے
نہ وہاں محبت بھرے دلوں کی محبت کو عیب گردانا جائے گا
----
نۀ خونړي جنګونه شته د اقتدار د پاره
نۀ د حرص به پۀ دماغو کښې سيلۍ چلېږي
نۀ به وي وينه نۀ د وينو سېلابونه به وي
نۀ د مظلومو پۀ مرو به کټاري چلېږي
----
نہ وہاں اقتدار کے لئے خونریز جنگیں لڑی جائیں گی
نہ وہاں دماغوں میں ہوس و حرص کی آندھیاں چلیں گی
نہ وہاں خون کے دریا بہائے جائیں گے
نہ وہاں مظلوموں کے گلے کاٹے جائیں گے
----
هلته به نۀ ځنګېږي يو منصور د دار پۀ څوکه
هلته پۀ يو سرمد به نۀ لګي فتوې ملګرې
هلته به يو سقراط پۀ زهرو څوک وژلې نۀ شي
هلته به سر د حسېن نۀ وي پۀ نيزې ملګري
----
نہ وہاں منصور کو دار پر چڑھایا جائے گا
نہ وہاں سرمد پر کفر کے فتوے لگیں گے
نہ وہاں سقراط کو زہر پلایا جائے گا
نہ وہاں حسین کا سر نیزے کی نوک پر رکھا جائے گا
----
هلته وچېږي نه پۀ رګ د ژوندانۀ کښې وينه
هلته سپرلو باندې خزان داسې يرغل نۀ کوي
هلته د هر مظلوم پۀ سر د ګوذارونو هڅه
نۀ کوي خدائيګو چې هيڅ څوک به داسې چل نۀ کوي
----
نہ وہاں زندگی کے شہ رگ سے خون نچوڑا جائے گا
نہ وہاں بہاروں پر خزاں کی یلغار ہوا کرے گی
جو پہلے سے مظلوم ہو اسی پر قاتلانہ وار
نہیں واللہ وہاں کوئی بھی ایسا نہیں کرے گا
----
هلته کښې نۀ خو څوک دهوکه خوري نۀ دهوکه ورکوي
دلته کښې هر يو پۀ لستوڼې کښې خنجر ګرځوي
هلته کۀ دېر هم عذابونه دي خو دا لا څۀ دي
دلته خو هره لمحه پټ زړۀ کښې محشر ګرځوي
----
نہ وہاں کوئی فریب دینے والا ہوگا نہ فریب کھانے والا
یہاں تو ہر کوئی آستین میں خنجر لے کر گھوم رہا ہے
وہاں جتنے بھی عذاب ہوں ہوتے رہیں
کم از کم دل میں چھپے محشر تو برپا نہیں ہوں گے
----
تر څو به خپله جنازه مې پۀ اوږو پرته وي
تر څو به خپل دا بې کفنه مړې نۀ خخؤم
تر څو به هم داسې لمحه پۀ لمحه مرمه اشنا
تر څو به هر ارمان د زړۀ قبر کښې زۀ خخؤم
----
کب تک میں اپنا جنازے اپنے کندھے پر اٹھا کر پھرتا رہوں
کب تک اپنی اس بنا کفن کی میت کو لے کر جیتا رہوں
کب تک اسی طرح لمحہ لمحہ مرتا رہوں
کب تک ہر ارمان کو دل کی زمینوں میں گاڑتا رہوں
----
ورځه ورځۀ زړګيه واړوه قدم چې ورشو
هلته پردي نشته دے هلته کښې خپلوان به نۀ وي
منم چينجي به وي ماران لړمانان به هم وي
دا مې پوره يقين دے دومره ظالمان به نۀ وي
----
رک مت میرے دل چل قدم اٹھا اور زندگی کی لکیر کو پار کر
اس پار نہ اپنے ہیں نہ پرائے
میں مانتا ہوں وہاں حشرات بھی ہوں گے سانپ بھی اور بچھو بھی
لیکن مجھے یقین ہے وہ اس دنیا کے لوگوں جتنے ظالم نہیں ہوں گے
~*~*~*~
No comments:
Post a Comment