Wednesday, 1 January 2020

Pashto Poetry


گونگی وینا سے ایک دو غزلہ
ــــــــــــــــــــــــ
پۀ ګټه تاوان نۀ وي قلندر وي عجيبه
د مينې د دنيا دا سکندر وي عجيبه
---
نفع نقصان سے بے نیاز قلندر بھی عجیب ہوتا ہے
محبت کی دنیا کا یہ سکندر بھی عجیب ہوتا ہے
---
د غم ګورې وريځې راخورې کړي پۀ زړګي
دې ځني تصويرونو کښې اثر وي عجيبه
---
جنہیں دیکھ کر دل پر اداسی کی گہری گھٹائیں چھا جاتی ہیں
بعض تصویروں کا اثر کتنا عجیب ہوتا ہے
---
کۀ مړې ئې شي لمبې خو سوزول نۀ بس کوي
د مينې پۀ ايرو کښې يو شرر وي عجيبه
---
اگر شعلے بجھ بھی جائیں لیکن جلن ختم نہیں ہوتی
محبت کی راکھ میں بھی عجیب سی تپش ہوتی ہے
---
منزل وي نا معلومه خو ودريږي نه کاروان
د مينې صحراګانو کښې سفر وي عجيبه
---
منزل کا کوئی اتہ پتہ نہیں لیکن کاروان چلتے رہتے ہیں
محبت کے صحراوں کا سفر بھی کتنا عجیب ہوتا ہے
---
څوک خاورې بادوي پۀ سر پۀ چا پيريان راځي
هر ورځې تماشې د يار پۀ در وي عجيبه
---
کوئی خاک اڑا رہا ہوتا ہے تو کسی کو دیوانگی کے دورے پڑ رہے ہوتے ہیں
روز یار کے در پر ہونے والے تماشے بھی کتنے عجیب ہوتے ہیں
---
يوه قطره ئې ځان کښې ډوبولې شي دنيا
د يار د دوؤ سترګو سمندر وي عجيبه
---
جس کا ایک قطرہ پوری دنیا کو ڈبونے کے لئے کافی ہوتا ہے
یار کی دو آنکھوں کا سمندر بھی کتنا عجیب ہوتا ہے
---
د هر څۀ نه لاس اووينځي بيا هم ګرځي خوشحال
د مينې ليونو سره هنر وي عجيبه
---
سب کچھ کھو کر بھی کتنے خوش باش پھر رہے ہیں
جانے محبت کے دیوانوں کے پاس کون سا عجیب ہنر ہوتا ہے
---
رنګونه کړي ګډا چې سړې کوم خوا کړي نظر
عارفه د وصال د شپې سحر وي عجيبه
---
جدھر نظر ڈالو ادھر رنگ ہی رنگ رقصاں ہیں
عارف شب وصال کی سحر بھی کتنی عجیب ہوتی ہے
---
سپرلې د ښائستونو پۀ ګودر وي عجيبه
اشنا زمونږ د کلي مازيګر وي عجيبه
---
گودر* پر حسن کا کتنا رجیب بہار آیا ہوتا ہے
ہمارے گاوں کی شام بھی کتنی عجیب ہوتی ہے
---
چې يار پۀ بام ولاړ وي شا ته ښکاري ئې سپوږمۍ
جادو کوي پۀ زړۀ باندې، منظر وي عجيبه
---
جب یار بام پر کھڑا ہو اور پس منظر میں چاند نظر آرہا ہو
دل پر سحر سا طاری ہوتا ہے کیا ہی عجیب منظر ہوتا ہے
---
پۀ خپله خوښه ساه ترې اخېستې نۀ شي سړې
جانان چې ورته وائي زورور وي عجيبه
---
جو محب کو ایک سانس بھی اپنی مرضی سے نہیں لینے دیتا
جس کو محبوب کہتے ہیں وہ بھی بلا کا ساحر ہوتا ہے
---
پۀ يو نظر سړې د دين دنيا نۀ کړي فارغ
ساتئ ترې ځان د حسن جادوګر وي عجيبه
---
ایک ہی نگاہ میں دین و دنیا چھین لیتے ہیں
ذرا بچ کے رہنا یہ حسین جادوگر بھی بہت عجیب ہوتے ہیں
---

سپرلي کښې چې راوالوځي هوا د مازيګر
د زړونو مېکده کښې يو محشر وي عجيبه
---
بہار میں جب شام کی نرم رو ہوا چل پڑتی ہے
تب دل کے میخانے میں اک عجیب سا حشر بپا ہوتا ہے
---
غمونه پرې اثر کړي نه دړدونه ئې نوړئ
محکم د مئين زړۀ لکه د غر وي عجيبه
---
جس پر نہ غم کا اثر ہوتا ہے نہ درد اس کو توڑ سکتا ہے
محب کا دل بھی کسی محکم پہاڑ کی طرح بہت عجیب ہوتا ہے
---
نه خوند نوې جامه کړي نۀ زړۀ لګي پۀ حجره
اشنا چې مسافر شي نو اختر وي عجيبه
---
نہ تو نئے کپڑے لطف دیتے ہیں نہ حجرے میں بیٹھنے کو دل کرتا ہے
جب محبوب مسافر ہو تو عیدیں بھی عجیب ہوجاتی ہیں
(تب یار من انیس احمد بحرین میں تھا)
---
برپا وي هره شپه يو کربلا زما پۀ زړۀ
عارفه کشمکش د خير او شر وي عجيبه
---
ہر رات اک کربلا میرے دل میں بپا ہوتی ہے
عارف خیر اور شر کی اک عجیب سی کشمکش میرے دل میں چلتی رہتی ہے
---

عارف نسیم فیضی

No comments:

Post a Comment