Saturday, 15 February 2020

Pashto Poetry

.....
زۀ بدل شوې نۀ يم
عارف نسیم فیضی
زما ښائسته جانانه
مۀ خفه کيږه ما نه
يمه خبر چې ستا ماشوم زړۀ کښې ګيلې دي ډيرې
خو يقين اوکړه پۀ ما
زۀ بدل شوې نۀ يم
نن زما مينه په يقين سره سيوا ده د پرون نه ګلې
خو زۀ مجبوره يمه
د خپل احساس د لاسه
زما پۀ غوږو کښې ګړنګيږي د بمونو درزا
د ژوبل خلقو ژړا
نو بيا پۀ ما ستا د بنګړو شور ګلې ښۀ نۀ لګي
زۀ چې پۀ لارو کوڅو وينم بې اسرې ماشومان
چې پۀ سور نمر کښې کاټۀ کباړ ټولوي
پۀ ډېرانونو ځان له رزق ګوري
نو ستا د زلفو سورې ماله چرته خوند راکوي
زۀ چې حالت د مزدورانو وينم
چې د سالمي ورځ د سختې مزدورۍ نه پس هم
پۀ شل روپۍ د يو شپې کټ نۀ اخلي
سر ته يو خخته کيږي
او پۀ فټ پاته سملي
ما له بيا ستا پۀ مړوند خوب نه راځي
تا به شايد چې دا سوچ کړې وۀ پۀ خپل زړګي کښې
جانان شاعر دې او شاعر خو پۀ ښايست مئين وي
زما پۀ حسن به غزلې ليکي
زما ښايست به پۀ سندرو ستائي
زۀ ډېړ خفه يم پۀ دې
چې ستا د زړۀ ارمان پوره نه کړۀ ما
خو ګلې څۀ اوکړم مجبوره يم
د خپل احساس د لاسه
ګني يقين اوکړه پۀ ما
زۀ بدل شوې نۀ يم

ترجمہ
میں بدلا نہیں
اے میری دلکش محبوبہ
مجھ سے ناراض نہ ہو
مجھے علم ہے
تمھارے معصوم دل میں کافی گلے شکوے ہیں
لیکن میرا یقین کرنا
میں بدلا نہیں ہوں
یقین کرنا آج تمھارے لئے میری محبت کل سے بڑھ کر ہے
لیکن میں مجبور ہوں
اپنے احساس کے ہاتھوں
میرے کانوں میں جب بموں کے دھماکے گونج رہے ہوں
زخمیوں کی آہ و بکا میری سماعت کو چھید رہی ہو
تو پھر میری محبوبہ تمھاری چوڑیوں کی جھنکار بھی میرے دل کا بوجھ نہیں ہلکا کر پاتی
میں جب گلی کوچوں میں بے سہارا بچوں کو دیکھتا ہوں
جو جلانے والی دھوپ میں کاٹھ کباڑ اکٹھے کر رہے ہوتے ہیں
جو گندگی کے ڈھیر میں سے اپنے حصے کا رزق تلاش رہے ہوتے ہوں
تب تمھاری زلفوں کے سائے میں بھی مجھے نیند نہیں اتی
میں جب مزدوروں کی حالت دیکھتا ہوں
جو صبح سے شام تک سخت ترین مزدوری کرکے بھی اتنا نہیں کما ہاتے
کہ اپنے لئے اک بستر کا بندو بست کرسکیں
اینٹ کے کسی ٹکڑے پر سر رکھ کر فٹ پاتھ پر ہی سو جاتے ہیں
پھر مجھے تمھارے بازو پر سر رکھ کر بھی سکون بھی نہیں ملتا
شاید تم نے اپنے دل میں سوچا ہوگا
مجھے چاہنے والا شاعر ہے
اور شاعر حسن کا دلدادہ ہوتا ہے
میرے حسن کے نغمے گائے گا
میری خوبصورتی کو غزلوں میں بیان کرے گا
مجھے اس بات کا بے انتہا دکھ ہے
کہ میں تمھاری یہ خواہشات پوری نہیں کرسکا
لیکن میری محبوبی میں کروں بھی تو کیا کروں
کہ میں مجبور ہوں اپنے احساس کے ہاتھوں
ورنہ یقین مانو میں بدلا نہیں ہوں

.....

No comments:

Post a Comment